IQNA

د ؛مفازا ؛ نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ  خپل برلاسه کسان اعلان کړل.

10:54 - March 31, 2024
د خبر لمبر: 3488971
ایکنا- د روژې دمبارکې میاشتې په اتلسمه شپه  د ؛ان اللمتقین مفازا؛  نومې د ټيلیویژني  سیالۍ سیمې فائينل ته  لاره  موندونکي کسان اعلان شول.

ایکنانیوز د الکوثر چینل دعمومي اړیکو  د ادارې له قوله راپور راکړ،د ایران جواد رفعتي  په اوه اتیا اعشاریه پنځه امتیازونو سره ،له ایرانه مصطفی همت قاسمي  په ۸۶  امتیازونو سره ، دمراکش یاسین عبدالل الکزیني  او د بنګله دیش محمد عبدالملک القاري هر یو په ۸۱ امتیازونو سره او  له افغانستانه  امیر حسن قاسمي  او جعفر نور احمد خیرپور  هر یو په اتیا اعشاریه پنځه امتیازونو سره  ددغې سیالۍنیمه نهائي برخې ته ورسیدل.

ددغوسیالیو په لومړي او دوهم پړاؤنو کې  ورپسې مرحلې ته په رسیدونکو کسانو کې چې کوم کسان شامل دي نومونه ئې په دې ډول دي .

لومړی پړاؤ

۱- مصطفی حیدری - افغانستان - ۸۶,۵  امتیازونه

۲- محمد رضا اکبر زاده - ایران - ۸۵,۵ امتیازونه

۳- حسن شاکر حمود الساعدی - عراق - ۸۴,۵  امتیازونه

۴- محمد زارع باخیر - ایران – ۸۴ امتیازونه

۵- محسن غلام رضا شجاعی - افغانستان - ۸۲,۷۵  امتیازونه

۶- امجد فلیح حسن الحاجم - عراق - ۸۲,۲۵  امتیازونه

دوهم پړاؤ؛

۱- اسحاق عبدالهی - ایران – ۹۱   امتیازونه

۲- سید ابراهیم خامسی - ایران – ۸۹   امتیازونه

۳- علی محمد عبد الزبیدی - عراق – ۸۷  امتیازونه 

۴- محمد رضا الحج اومن - اندونزی - ۸۶,۵   امتیازونه  

۵- ایمن عصام الدین عبد الفتاح - مصر – ۸۵  امتیازونه 

۶- محمد زلیف عطیه - عراق – ۸۵  امتیازونه

 ددغو سیالیو څلورم مقدماتي پړاؤ  د جمعې شپې څخه پیل شوی او  ورپسې به تر شپږو شپو پورې  ددغه پړاؤ د ترټولو برلاسه کسان نیمه نهائي مرحلې ته ورسیږي.

د ؛انَ اللمتقین  مفازا؛ په نامې سره دنړیوال ټيلیویژني سیالۍ په اتلس کلنې مخینې سره ،د اسلامی نړۍ لومړنۍ او ترټولو لوئې  قرآڼی ټيلیویژني سیالي ده  چې هر کال  د روژې په مبارکې میاشتې کې له الکوثر نړیوال چینل څخه په ژوندئ بڼه خپریږی. تاسو  د روژې د مبارکې میاشتې تر وروستیو پورې   دغه سیالۍ هره شپه د تهران د وخت په اساس ، د شپې یولسم نیمې بجې  له دغې چینله آوریدلی او کتلی شئ.

https://iqna.ir/fa/news/4207721

 

captcha